برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امریکا ټیکه دار

آریانانیوز: په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې د امریکا د سمندري ځواک عسکر مارک ار فریریچز ( Mark R. Frerichs)چې وروسته ټیکه دار شوی وو او په تیرې جنورۍ میاشت کښې په افغانستان کښې بې درکه شوی له دوې سره نه دی .
سهیل شاهین وویل مونږ د امریکا د بې درکه ښاریز مارک ار فریریچیز په هکله هیڅ اطلاعات نلرو .
دغه راز د طالبانو یوه بل مسول چې له امریکا سره د دغه ډلې له خبرو خبر دی او غوښتل یې چې نوم یې ونه ښودل ځکه چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري وویل مونږ په رسمي او غیر رسمي ډول د امریکا حکومتي چارواکي خبر کړي دي چې مارک ار مونږ نه دی نیولی .
دغه راز د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم د مارک ار فریریچیز د ځای ځایکي په معلومولو کښې د پاکستان د مرستې غوښتنه وکړه .
زلمي خلیل زاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره په کتنې کښې په افغانستان کښې د تاوتریخوالي کمولو ته د طالبانو په راضي کولو کښې د پاکستان د مرستې غوښتنه هم وکړه .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي