برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا د بودجې تصویب دمذاکراتوپه اړه؟

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د ځينو رسنیو دا خبر چې د امریکې کانګریس د طالبانو دمرکچیانو د لوژستیکي مصارفو لپاره بودجه منظور کړې،حقیقت نلري او نه مخکي داسې شوي.
د شاهین په خبره، خپاره شوي راپورونه د عامه افکارو د دوکه کولو هڅه ده او که بېلې شوې پیسې د امریکایي مذاکراتي ټیم د مصارفو لپاره ځانګړې شوې وي نو هغه بیا په طالبانو پورې اړه نه لري.
یاده دې وي، چې ځینو رسنیو وړمه ورځ داسې راپورونه ورکړل چې امریکا د افغانستان د سولې د لوجستیکي مصارفو لپاره پیسې بېلې کړې او یادې شوې پیسې ښايي له طالبانو سره مرسته هم وي.
د راپورونو له مخې، یادې پیسې د امریکا د کانګرس له لورې منظورې شوې او یوازې د مشرانو جرګې د تصویب امر ته انتظار کېږي.
د امریکایي چارواکو له قوله، یاده مرسته کولای شي په افغانستان کې د جګړې غاړې سره نږدې کړي؛ خو دوی غواړي باوري شې چې دا مرسته له طالبانو سره مستقیمه همکاري نه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي