برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د امریکا د استازو جرګې غړي: په هر قیمت باید د طالبانو د رسمیت پیژندلو مخه ونیول شي

آریانانیوز: د امریکا په کانګرس کې دوو جمهوري غوښتونکو لینډسي ګراهام او مایکل والټز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته په یوه لیک کې لیکلي چې طالبان باید په نړیواله کچه په هیڅ صورت ونه پېژندل شي.


دوی ویلي دي چې د طالبانو حکومت د دوی د چلند له امله د رسمیت پیژندنې وړ نه دي.

دغو دوو امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه باید لیرې نه شي او په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ هم دې ډلې ته ورنه کړل شي.

ګراهام او والټز وايي، په ملګرو ملتونو کې د طالبانو غړیتوب د دوی مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړی وکیلانو په خپل لیک کې لیکلي چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او د بیان او مطبوعاتو ازادي یې ځپلي دي.

دوی همدا راز زیاته کړې، چې طالبان د القاعده په ګډون له بهرنیو ترهګرو سازمانونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array