برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکایانو او طالبانو دخبرې پرمختګ

آریانانیوز: د ځینوراپورونو له مخې؛ په قطر کې د وسلوالو طالبانو د استازیو او امریکايي پلاوي خبرې له جدي پرمختګونو برخمنې شوې دي.


راپورونه وايي، چې دا ځل خبرې جدي او له پرمختګونو سره مل دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازیو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي تر منځ خبرې څلورمې ورځې ته وردننه شوې او اټکل دی، چې دواړه خواوې به له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او دا، چې له افغانستان څخه به امریکا او ملګرو ته یې ګواښ نه پېښیږي؛ هوکړې ته ورسیږي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په شپږ میاشتو یا یوه کال کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو هوکړه شونې ده او دا کار به اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته هم لار اواره کړي.
د طالبانو د واکمنۍ د امر بالمعروف ريیس مولوی قلم‌الدین وايي، چې د خبرو پر څلورمه ورځ ښايي دواړه خواوې له افغانستان څخه په شپږ میاشتو یا یوه کال کې د امریکايي سرتېرو پر وتلو هوکړې ته ورسیږي. دغه راز امریکا ته د ترهګرۍ خلاف مبارزې ډاډ یوه بله موضوع ده او ښايي توافق پرې وشي، چې اوږدمهاله اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواره شي.
د دغو خبرو پر درېیمه ورځ دواړو خواوو د شپې تر نهه بجو خبرې وکړې؛ د امریکا ملکي او پوځي استازي، چې ښځې هم په کې دي په دغو خبرو کې ګډون لري.
اټکل داسې دی؛ ښايي خبرې د روژې په ورځو کې هم دوام ومومي، چې هوکړې ته سره ورسیږي.
سیاسي هڅاند حسن حقیار وایي: دا، چې بهرني ځواکونه به په څومره وخت کې له افغانستان څخه ووځي؛ په دې اړه نور اختلاف نشته او پرون پرې بحث او خبرې وشوې.
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي؛ تر هغې، چې په څلور اصلي موضوعاتو هوکړه شوې نه وي؛ د طالبانو او امریکا تر منځ به د سولې توافق لاسلیک نشي.
د سولې د عالي شورا مرستیال زیاتوي که امریکا او طالبان له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښ په نه پېښیدو هم سلا شي؛ خو وروستۍ پرېکړه او هوکړه به له اوربند او د افغانانو پر خپلمنځي خبرو راڅرخي.
راپورونه وايي، چې طالبان غواړي، ملګري ملتونه دې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د مهالوېش ضمانت وکړي.
په همدې حال کې اروپايي ټولنې ویلي، چې د سولې د خبرو په لړ کې باید په افغانستان کې اوربند پلی شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي