برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د افغان نجونو پر زده کړو بندیز کې د پاکستان د رول په اړه د حامد کرزي نظر

د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي، ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز د پاکستان په امر ترسره کېږي.


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانانو په خوښه او د اسلامي شریعت له احکامو پر اساس نه دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني له شپیګل مجلې سره په خبرو کې ویلي: ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ ممانعت د اسلام د احکامو پر بنسټ نه دی، بلکې د ګاونډي هېواد پاکستان په حکم ترسره کېږي.

د ده په وینا، د پاکستان هدف بې دفاع، کمزوری او بې وسه افغانستان دی چې له هغه څخه د پاکستان لپاره د کومې ستونزې تصور هم نه شي کېداى.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: له تعلیم یافته ښځو پرته موږ یو مړ هېواد یو او طالبان نه شي کولای چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له ولس څخه واخلي.

کرزي زیاته کړه چې په تېرو دوو لسیزو کې میلیونونه هلکان او نجونې له زده کړو برخمنې شوې او د افغانستان ټولنه عصري شوې ده. له همدې امله طالبان نه شي کولای دا لاسته راوړنې په اسانۍ له خلکو واخلي.

کرزي طالبانو ته ویلي چې د دې لپاره چې په نړیواله کچه په رسمیت وپیژندل شي، باید جدي هڅې وکړي او دې هدف ته د رسیدو لپاره د بشري حقونو او د بښنې فرمان ته درناوی وکړي او د واک داخلي جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

د يادونې وړ ده، چې حامد کرزى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له شاوخوا يو کال راهيسې په کابل کې ژوند کوي او ويلي يې دي، چې په کور کې نظربند دى او له اجازې پرته له پلازمېنې او هېواد څخه نه شي وتلى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي