برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغان حکومت له استازيو سره خبرې اترې

آریانانیوز: د طالبانو يو غړي وويل، د حکومتي چارواکو د څرګندونو په اپوټه د دغې ډلې پلاوی به په چين کښې په بين الافغاني غونډه کښې د کابل حکومت له سرکاري استازيو سره کتنه ونه کړي
مولوي عبدالشکور مطمئن په مرکه کښې وويل، په بيجنګ کښې په بين الافغاني غونډه کښې د طالبان پلاوي غړي دولس تنه دي چې مشري يې ملا عبدالغني برادر په غاړه لري او دغه پلاوی به په دغه غونډه کښې د حکومتي پلاوي سره په يو مېز کښېنني.
دا څرګندونې له دې وروسته شوې دي چې د ولسمشرۍ د عمومي او سټراټيجکو ارتباطاتو د ادارې مشر او د ولسمشر صلاحکار وحيد عمر د بيجنګ په غونډه کښې د ګډون لپاره له مختلفو ګوندونو څخه د حکومت په نمائندګۍ د يو پراخ بنسټه پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي