برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان ترک ښوونځي یوې فارغې د هېواد په کچه ډېرې نمبرې اخیستې دي.

آریانانیوز: د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري له لوري د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور پایلې اعلان شوې، چې پکې تهمینه د عبد الصبور لور د افغان ترک ښوونځي فارغه د ۳۵۳٫۴۶۶ نمرو په اخیستو لومړۍ نمره اعلان شوه.



د دې وزارت د معلوماتو له مخې د کانکور لپاره ټولو ۲۰۰۴۶۱ تنو نوم لیکنه کړې وه، چې ۱۵۸۵۸۹تنو په کانکور کې عملاً برخه واخیسته.
د دوی له ډلې ۶۰زره او ۵۱ تنو د لوړو زده کړو دولتي مؤسساتو، ۱۲زره او ۴۹۸تنو نیمه عالي، ۶۶زره او ۸۰۳ تنو خصوصي مؤسساتو ته لار موندلې او تر ۱۹ زره ډېر ناکام شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې د کامیاب شویو له ډلې۹۱۶۰۰ تنه هلکان او پاتې نورې نجونې دي.

شریک یي کړئ!