برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغانستان په زندانونو کې تر ۵۰۰ زیاتې ښځینه بندیانې دي

آریانانیوز: د طالبانو د زندانونو اداره وايي چې دا مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې تر ۱۷ زره ډېر کسان بندیان دي.


د طالبانو د زندانونو چارو ادارې اعلان کړی، چې دا مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې څه باندې ۱۷ زره کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي، چې تر ۵۰۰ ډېر یې ښځینه بندیانې دي.

د دې ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر وايي، د هېواد زندانونه د شکنجې ځای نه دی او د طالبانو د مشرتابه د حکم له مخې د زندان مسوولین د بندیانو د شکنجې حق نه لري.

بدر زیاته کړه چې تر اوسه د هېواد په زندانونو کې هېڅ سیاسي بندیان نشته.

د حبيب الله بدر په وينا، اوس د بنديانو لپاره په زندانونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مناسب زمينه برابره ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي