برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال وايي، طالبانو د یوې توطیې له مخې د خلکو پر برخلیک واکمني کړې ده

آریانانیوز: د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وايي: طالبانو د یوې دسیسې له مخې د خلکو پر سرنوشت واکمن شوي دی.


د افغانستان د فراري ولسمشر اشرف غني مرستیال په خپله فیسبوک پاڼه کې د طالبانو د واکمنۍ د څرنګوالي په اړه لیکلي: دا د درواغجنو او فریبکارانو ډله چې مشران یې په ډیر وزن اخته دي او د یوې توطئې له مخې د خلکو پر سرنوشت واکمني کړې ده او ادعا کوي چې د لوږې سره سره یې جګړه کړې. ایا تاسو د دې مشرانو په مخونو کې د لوږې او سختۍ نښې وینئ؟

صالح زیاته کړه: دوی وتوانېدل چې په فریب سره له دین څخه په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک نفوذ د پراخولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي او د دې خاورې دواړو غاړو ته د زرګونو ځوانانو د مرګ لامل شي. د دې بې سواده ډلې د رژیم یو فصل لا هم نه دی تېر شوی، خو نږدې دي چې ډالرو ته سجده وکړي.

نوموړی همداراز زیاته کړه: له خلکو سره د طالبانو چلند له فلسطینیانو سره د اسرائیلي پوځ له چلند څخه بدتر دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي