برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه: پر رسنیو باندې د طالبانو فشار او د یوې داسې ټولنې جوړول چې یوازې یو غږ ترې واوریدل شي به کار ونکړي

آریانانیوز: په افغانستان کې د سیاسي مسایلو شنونکی، سید باقر محسني وايي، هغه ټولنه چې یوازې یو غږ په کې لوړ وي، کومه پایله نه لري او د جګړې ویره باید په رسنیو کې غالبه نه وي.


په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه سید باقر محسني پر رسنیو باندې د طالبانو پر فشار نیوکه کړې او په خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلي: داسې ښکاري چې دلته هرڅوک د خپل ذوق مطابق حکومت کوي؛ منظم سیستم نشته. د دولتي درجه بندي سیسټم شتون نلري او هره برخه له بلې څخه ناخبره ده.

د افغانستان د پوهنتون دغه استاد وویل: زه فکر کوم که په یوه ټولنه کې فشار او سانسور زیات وي، د نیوکې غږ نه وي او یوازې یو غږ ترې اورېدل کېږي، دا ټولنه به کار ونه کړي. رسنۍ د خلکو د غوښتنو د بیانولو یوازینۍ لار ده. که موږ د جګړې څخه تیر شوی یو، د جګړې وحشتونه باید په رسنیو حاکمیت ونه کړي.

نوموړی وویل، واکمنې ډلې حکومت او داسې جوړښت په لاس کې اخیستی چې په جوړولو کې یې هیڅ رول نه درلود، او نه بايد ځان ته د داسې یو بادار حق ورکړي. د خبرو اترو دروازه باید خلاصه وي او د بحث د پای ته رسولو لپاره د زور کارول غیر عادلانه دي. د ویرې فضا رامنځته کول د وضعیت په ښه کولو کې مرسته نه کوي.

دغه افغان سیاسي شنونکي په تلویزون کې د طالبانو پر کړنو سختې نیوکې کړې دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي