برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د افغانستان د سولې په خبرو درې اونۍ وقفه

آریانانیوز: د حکومت او طالبانو د خبرو اترو پلاوي یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې په کې اعلان شوی چې د سولې راتلونکی پړاو به د روان کال د مرغومی میاشتې په 16مه د جنوري په 5 مه پیل شي...


بیان وايي: څنګه چې په اجندا کې مسلې نورې مشورې ته اړتیا لري ، دواړو لورو موافقه وکړه چې د خبرو دوهم پړاو به د 1399 کال د مرغومی په 16مه ، په 2021 د جنوري پنځمې نېټې برابر سره پیل شي.

د طالبانو ویاند ، محمد نعیم وویل چې د سولې خبرو کې ځنډ به د همدې میاشتې په 24 مه پیل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو د ډلې غړي نادر نادري په ټویټر کې لیکلي چې په دوحه کې د خبرو اترو پلاوي د سولې خبرو لپاره د اجنډا لومړی لیست له یو بل سره شریک کړی دی.

د ښاغلي نادري په وینا ، د دواړو لورو تر منځ لومړي بحثونه د دې لیست په اړه هم شوي دي، څرنګه چې په اجنډا کې مسلې لا نورو مشورې ته اړتیا لري ، نو دواړو لورو موافقه وکړه چې د خبرو دوهم پړاو به د 1399 کال د مرغومی میاشتې په 16مه د 2021 د جنوري پنځمې نېټې برابر سره پیل شي.

له دې دمخه د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ټویټر کې طالبانو ته وړاندیز وکړ او له هغوی څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې راتلونکی پړاو ترسره کړي.

شریک یي کړئ!