برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د افغانستان د بیان ازادۍ کور: په تېرو اتو میاشتو کې ۸۰ خبریالان نیول شوي او ځورول شوي دي

آریانانیوز: د افغانستان د بیان ازادي کور وايي، له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، رسنۍ تر سختو فشارونو او ګواښونو لاندې راغلې، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د رسنیو له قانون څخه سرغړونه ده.


د بیان ازادۍ خونې پر رسنیو د فشار پر دوام او د طالبانو له خوا د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ګواښلو، نیولو او شکنجې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه اداره وايي، په تېرو اتو میاشتو کې ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي او شکنجه شوي دي. لږ تر لږه ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او شاوخوا ۲۳۰ رسنۍ تړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، رسنۍ تر سختو فشارونو او ګواښونو لاندې راغلې، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د رسنیو له قانون څخه چې د سرپرست حکومت له لوري نافذ اعلان شوی، تر پښو لاندې کوي.

د بیان ازادۍ کور ټینګار کړی، چې طالبانو تر اوسه دغو پېښو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم له رسنیو سره خپله تګلاره بدله کړې ده.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي