برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی مسکو ته ځي

آریانانیوز: د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو پلاوی سبا مسکو ته ځي.


په مسکو کې د افغانستان سفارت يوې سرچينې رسنيو ته ويلي دي چې د افغان پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزات سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی کوي چې له روسيې چارواکو سره به په بيلابيلو موضوعاتو خبرې وکړي.
سرچينې په دغه سفرکې د نورو چارواکو نومونه او شمير نه دی په ډاګه کړی.
بل لور ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حکمت خليل کرزي نن په کابل کې د روسې له سفير الکساندر منتيسکي سره ليدلي دي او د دواړو هيوادونو په دوه اړخيزو او بيلابيلو موضوعاتو او هم د افغان پلاوي په سفر سره غږيدلي دي.
د يادونې وړ ده چې روسيې د روان زيږديز کال د ستمبر په ۴ مه نېټه د افغان سولې په اړه د يوې غونډې تابيا نيولې وه چې د امريکا او افغانستان د نه ګډون له امله وځنډېده.
په لومړي سر کې په ياده غونډه کې افغانستان د ګډون اراده ښودلې وه خو د امريکا د نه ګډون له امله افغانستان هم له خپلې خبرې په شا شو او په دغه غونډه کې يې ګډون ونه کړه چې له امله يې غونډه هم وځنډېده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي