برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان حکومت ګډون نه کوي

آریانانیوز: د بهرینو چارو وزارت: د ماسکو په غونډه کې حکومت ځکه ګډون نه کوي چې دا ډول غونډې د افغانستان له سولې سره هېڅ مرسته نه شي کولای.



د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي د مرغومې په ۱۳ مه رسنیو ته ویلي، افغان حکومت لا له وړاندې د نه ګډون په اړه سلا او مشورې کړې دي.
دا په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو دغه غونډه د دې اونۍ د چهار شنبي او پنجشنبې په ور ځو په ماسکو کې تر سره شي.
د دې کنفرانس تنظیموونکو ویلي چې هدف یې د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو خواو سره مرسته ده چې په خپلو دریځونو کې اختلاف کم کړي.
د وسله والو طالبانو له لوري رسنیو ته ویل شوي ، چې د محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی یو پلاوی په مسکو کې له افغان سیاستوالو سره د افغان سولې په تړاو ناسته کې ګډون کوي.
بل لور رسنیو ته داسي رپوټونه رسیدلي چې، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، د طالبانو پخوانی چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف ، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی ، او د اسلامي وحدت کوند مشر محمد محقق، په مسکو کې د دغې جوړیدونکې د دوه ورځنۍ غونډې برخه وال دي .
دغې دوه ورځنۍ ناستې ته عطامحمد نور، اسماعیل خان او ځینېو نورو افغان سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دوی د ګډون او نه ګډون په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي