برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان جنګ یوازې د آمریکا په وتلو سره ختمیږی

آریانانیوز: طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کښې ویلې دي: د افغانستان جګړه د طالب ډلې د نابودولو په موخه د امریکايي پوځیانو په حملې سره پیل شوه او هله به پاې ته رسیږي چې نیواکګران له افغانستان څخه ووځي



د طالب ډلې په بیانیه کښې راغلې دي: امریکايي پوځیانو په تیرو اتلسو کلونو کښې د افغانستان خلکو ته ډیره مرګ ژوبله اړولې او د هیواد بیخ بیناوې یي ویجاړې کړې خو بیا هم له ماتې سره مخامخ شول
د طالبانو دا بیانیه په داسې حال کښې خپره شوې چې د افغانستان طلوع خبري چینل په دې وروستیو کښې خبر ورکړی و چې ټاکل شوې طالبان او امریکا ډیر زر د صلحې موافقه لاسلیک کړي چې له مخې یې په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو شمیر له ۱۴ زرو نه ۵ زرو ته راټیټ شي او لنډمهاله حکومت جوړ شي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي