برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د اشرف غنی او عبدالله عبدالله داختلافاتو زیاتیدا

آریانانیوز: دسرچینو په رپوټ د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمینځ چې ځانونه د افغانستان ولسمشران ګني د اختلافاتو د زیاتیدا خبر ورکړ
محمد اشرف غني پرون د ویډیو کانفرنس له لارې د افغانستان خلکو ته په وینا کښې وویل وړمه ورځ ما له عبدالله عبدالله سره جلا خبرې کړي دي او له هغه مو غوښتي دي چې د سولې په بهیر کښې اساسي رول ولوبوي او زه په کابینې کښې د هغه غړي شاملوم خو عبدالله عبدالله په یوه شپه کښې او د دووکسانو ترمینځ د اساسي قانون په بدلیدا ټینګار کړی دی .
اشرف غني ټینګار وکړ عبدالله عبدالله د تشکیلاتو د بدلولو غوښتنه کړي ده کوم چې په کامل ډول د افغانستان له اساسي قانون سره توپیر لري .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل د اساسي قانون بدلول یوازې د لوې جرګې په صلاحیت کښې راځي او زه د هیڅ سړي په غوښتنه په اساسي قانون کښې د بدلون د راوستلو صلاحیت نلرم .
اشرف غني تینګار وکړ زه د ټولو سیاسي ، قومي ، ژبني او مذهبي ډلو په شمول د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتونکی یم .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي