برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو غوښتنه وکړه

آریانانیوز: د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان په شمال کې د تروريستي پېښو په غندلو سره، د تروريزم مخه نيول د هېواد د سياسي ثبات د تامين لپاره يو اساسي شرط وباله.


په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په خپله وروستۍ اعلامیه کې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې خونړۍ چاودنه غندلې او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

په دې اعلامیه کې د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مخنیوی په دغه هېواد کې د سیاسي ثبات د تامین لپاره اساسي شرط دی.

د اسلامي همکاریو د سازمان په اعلامیه کې راغلي چې که په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې او پیاوړتیا مخه ونه نیول شي، دغه هېواد به سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات ته ونه رسیږي. دغه راز په افغانستان کې د تروريستي بريدونو د عاملينو، تنظيموونکو او تمويلوونکو د ځواب ورکولو او د هغوى د محاکمې پر اړتيا هم ټينګار شوى دى.

شریک یي کړئ!