برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د اسلامي همکاریو سازمان: د ښځو د تعلیم او کار ځنډول د شریعت له اهدافو او د ملت له اجماع سره په تضاد کې دي

آریانانیوز: د اسلامي همکاریو د سازمان اجرایوي کمیټې د طالبانو له خوا د ښځو د تعلیم او کار د منع په اړه غبرګون ښودلی دی.


د اسلامي همکاریو د سازمان اجرایوي کمېټې د دغه سازمان د اجرایوي کمېټې بېړنۍ غونډه اعلان کړه.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان وايي، دا غونډه د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو د ارزونې په موخه جوړه شوه.

دغه سازمان اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو د زده کړې او کار ځنډول، لکه څنګه چې د اسلامي همکاریو سازمان او د اسلامي فقهې اکاډمۍ مخکې اعلان کړی و، د شریعت له موخو او د ملت له اجماع سره په تضاد کې دی.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د ښځو په اړه د خپلو پرېکړو په اړه د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د معتبرو اسلامي منابعو هېڅ غوښتنې ته پام نه دى کړى.

د طالبانو مشر د دوشنبې په شپه په یوه پیغام کې ویلي چې د دې ډلې احکام د اسلامي شریعت له مخې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي