برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي: په افغانستان کې نجونې باید د علم او پوهې په برخه کې زیاته ونډه ولري

مدارس دخترانه

آریانانیوز: د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د افغان نجونو د ونډې غوښتنه وکړه.


د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه د اسلامي همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د ټولو ښځو او نجونو د حقونو د تضمین لپاره لا زیات کار وکړي.

ابراهیم طه د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا خپرې شوې اعلامیې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ښځو په اړه د دغه سازمان په اتم وزیرانو کنفرانس کې چې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د بورکینا فاسو په اواګادوګو ښار کې ترسره شو او د ساینس، ټکنالوژۍ او انجینرۍ د ودې په موخه یو پریکړه لیک تصویب شو چې په دې پریکړه لیک کې له غړو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو لپاره د STEM پروګرامونو د برابرولو لپاره مقننه او اجرایوي اقدامات وکړي، چې موخه یې د ښځو د زده کړې او د کار بازار غوښتنې ترمنځ واټن کمول دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د ښوونځيو دروازې له شپږم ټولګي څخه لوړې او په دې وروستيو کې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي