برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اساسي قانون د تعدیل او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسئله له طالبان سره موافقت

آریانانیوز: د مسکو له پرونۍ ناستې وروسته په مسکو کې خامه پریس خبري اژانس، د افغانستان خلکو د اسلامي حزب له مشر او د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست د عزل شوي دوهم مرستیال محمد محقق سره مرکه کړې ترې پوښتلي یې دي چې په پرونۍ غونډه کې تاسي له طالبانو سره په کومو ټکو کې همنظره او پر کومو مسئلو ورسره اختلاف لرئ؟
ښاغلي محقق وویل،” په دې اړه ګډ نظر لرو چې جګړه باید ختمه شي. ټول افغانان سره وروڼه شي. په اساسي قانون کې د تعدیل راوستلو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، او له دې ور اخو د اسلامي نظام د موجودیت په اړه هم له طالبانو سره همظره یو”.
نوموړي زیاته کړه، په دغې غونډه کې مونږ له حکومته وغوښتل چې په دغسې ناستو کې ګډون وکړي. له طالبانو څخه مو هم غوښتنه وکړه چې تر څو د افغانستان حکومت له ګډون څخه انکار ونکړي. هغه وویل، په هره اندازه چې د دغو مذاکراتو لمن پراخه وي په هغه کچه بریالیتوب ته نږدې کیږي.
ښاغلي محقق څرګنده کړه”مونږ اساسي قانون د افغانانو، علماو او سترو شخصیتونو د هڅو پایله بولو چې په دې اړه ځینې اختلافي ټکي موجود وو. دا ممکنه ده چې پر دغو اختلافي ټکو هوکړې ته ورسیږو. ځکه اساسي قانون د قران نسخه نه ده، چې بدلون پکې رانشي”.
نوموړی وایي، اساسي قانون د هیواد د قانون په توګه پیژنو، خو که طالبانو ځینې ملاحظات ولري، شونې ده چې یو کمیسیون جوړ شي او د لویې جرګې له لارې په دغو اوسني قانون کې تعدیلات راشي. د غه مسئله د اساسي قانون په متن کې هم راغلې چې د نظام اسلامیت، جمهوریت او نور د اصلاح وړ دي.
د بهرنیو ځواکو په اړه ښاغلي محقیق ویلي،” بهرني ځواکونه په افغانستان کې میشت دي. مونږ هغه نه دي را بللي او نه یې د را بللو مسولیت اخلو. که په دې برخه کې ټینګار وشي مونږ به طالبانو ته ووایو چې د خپل بام واورې زمونږ پر بام مه را ا چوئ. ځکه د امریکا له راتګ څخه مخکې طالبان له امریکایانو سره ډېر نږدې وو”.
نوموړی وایي چې، که مونږ هوکړې ته ورسیږي نو د بهرنیو ځواکو د وتلو لپاره ښه بهانه جوړیږي، مونږ هم غواړو چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یو مهال ویش جوړ شي. په دې برخه له طالبانو سره د نظر اختلاف نه تر سترګو کیږي.
د یادونې وړ دی چې، د سې شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۵ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان پیژندل شوو سیاستوالو او مذهبي مشرانو د افغان سولې په اړه په مسکو کې له طالب استازو سره وکتل دغه غونډه به نن چهار شنبه د فبرورۍ په ۶ هم روانه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي