برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اروپايي ټولنې د کډوالو ادراې له نظره افغان پناه غوښتونکي په دوهمه درجه کې دي

آریانانیوز: د اروپايي ټولنې د کډوالو ادراې په يو تازه راپور کې ويل شوي دي چې په اروپايي هيوادونو کې په لومړۍ درجه د سوريې هيواد وګړي ډير دي او له هغې وروسته په دوهمه درجه کې افغانان او بيا عراقيان دي.


د دې ټولنې په راپور کې ويل شوي دي چې په روان زيږديز کال کې د اروپايي ټولنې په ټولو ۲۸ هيوادونو کې سوريايان، افغانان او عراقيان تر ټولو ډير پناه غوښتونکي وو چې له سوريې څخه څه باندې ۱۸ زره، له افغانستان څخه ۹۱۵۵ او له عراق څخه ۸۳۵۵ کسانو په اروپايي هيوادونو کې د پناه اخيستلو له پاره هلې ځلې کړي دي.
تر دې وړاندې هم د کډوالو او پناه اخيستونکو په اړه د اروپايي ټولنې په راپورونو کې افغانستان، سوريه او عراق درې هغه هيوادونه وو چې وخت په وخت به له يو بل څخه مخکې او وروسته کېدل خو دا ځل په راپور کې يو شمير ايرانيان او ترکان هم په اروپايي هيوادونو کې د پناه اخيستلو وړانديزونه کړي دي.
راپور زیاتوی چې ايران او ترکيه د هغو پنځو هيوادونو په ليست کې ور زیات شوي دي چې له تيرو څو مياشتو راهيسې په اروپايي هيوادونو کې د پناه غوښتنې وړانديزونه کوي.
د راپور د معلوماتو له مخې په تيرو شپږو مياشتو کې يې له هرو دريو ايرانيانو څخه يې يو تن ته پناه ورکړل شوې ده.
بل لور ته د جرمني حکومت ويلي دي چې له ۲۰۱۳ کال راپه دېخوا په دې هیواد کې تر ټولو زيات پناه غوښتونکي د سوريې هيواد دي چې شمير يې ۵۷۳۰۰۰ تنو ته رسيږي، همدا راز په دوهمه درجه افغانان دي چې ۲۰۳۰۰۰ تنه دي او په دريمه درجه عراقيان دي چې ۱۷۶۰۰۰ تنو دي چې د پناه غوښتنې وړانديزونه يې کړي دي.

شریک یي کړئ!