برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اردو دوه لوړپوړي افسران ای اېس ای ته د جاسوسۍ په جرم پر شل کاله بند محکوم شول

آریانانیوز: په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو دوه لوړ پوړي افسران د پاکستان استخباراتي شبکې (ISI) ته د جاسوسۍ په تور پر شل شل کاله تنفيذي بند محکوم شول.


د دې قول اردو د دويمې پلې لوا د درېيم کنډک پخوانى قوماندان ډګروال شاه محمود او د همدغه کنډک د ثقيله ټولي قوماندان تورن نذيرالله دوه کاله وړاندې د پاکستان استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي وو.
د يادو کسانو محاکمه د تلې په ۱۷مه د دې قول اردو اړوند په استيناف محکمه کې په علني ډول ترسره شوه.
په پيل کې د قضايي جلسې د موظف څارنوال تورن نورمحمد له لوري د تورنو کسانو صورت دعوا وړاندې شوه چې په کې ياد کسان د پاکستان له استخباراتي شبکې (ISI) سره د اړيکو، هغې ته د جاسوسۍ او له هېواد سره پر خيانت تورن شول.
هغه د غونډې ګډونوالو ته د ثبوت په ډول د دواړو تورنو اعترافات هم واورول چې د ملي امنيت په اداره کې ترې ثبت شوي وو.
ورپسې د تورنو کسانو مدافع وکيل توريالي مقنن له خپلو مؤکلينو دفاع وکړه او ټينګار يې وکړ چې پر مؤکلينو يې د امنيت له لوري په زور اعترافات شوي او د څېړنو پر مهال ځورول شوي هم دي.
تورنو کسانو هم ويل چې اعترافات پرې په زوره شوي، خو د قضايي هيئت د مشر له لوري ترې د ثبوت غوښتلو په صورت هغوی غلي پاتې شول.
په پای کې د غونډې د قضايي هيئت مشر جګړن نجيب الرحمن نديم د قضايي هييت پرېکړه اعلان کړه چې دواړه کسان په کې هېواد ته د خيانت کولو او د پاکستان له استخباراتي شبکې (ISI) سره د اړيکو په جرم پر شل شل کاله تنفيذي بند محکوم شول.
د غونډې قضايي پلاوي اعلان وکړ چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او د قضيې دواړه اړخونه کولای شي چې د استيناف غوښتنه وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې هم د دې قول اردو د څلورمې لواد د يو ټولي قوماندان د وسلو د غلا په جرم پر لس کاله تنفيذي بند محکوم شوی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي