برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اختر په مناسبت د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندازه پیغام

آریانانیوز: د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندازه ویلي چې سوله او امنیت د طالبانو له سترو اهدافو څخه دي خو د «اشغال» په حال کې یې راتلل ناشوني دي. هغه د «اشغال» خاتمه د سولې او «اسلامي حاکمیت» د نجات یوازینۍ لارې ګڼلي دي.


د طالبانو مشر د اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې افغان ولس د اسلامي نظام د حاکمیت او د هیواد د ازادۍ لپاره ډیره قرباني ورکړې او هیڅوک باید د دغو ارزښتونو په سر له طالبانو څخه د معاملې تمه ونه لري.
نوموړي زیاته کړې چې طالبانو له تېرو اولسو کلونو راهیسې تل امریکایانو ته د جګړې پر ځای د تفاهم بلنه ورکړې او په وینا یې که اوس هم امریکا «د عیني واقعیتونو په منلو سره له اسلامي امارت سره مستقیمو مذاکراتو ته تیاری ښيي مونږ یې د امریکا لخوا معقول ګام بولو». خو ورسره جوخت په مذاکراتو کې د رښتینولۍ په ارزښت ټینګار کوي او له مذکراتو څخه فقط تبلیغاتي استفاده د ستونزې حل نه ګڼي.
د طالبانو مشر اوسنی حکومت د امریکایانو لخوا په افغان ولس «تپل شوی، فاسد، بې کفایته، بې وسې او ناکام» نظام ګڼلی، چې په خبره یې د رژیم د مشر ټوله موده یې په خپلمنځي جنجالونو تېره شوه او اوس ترې پخپله امریکايي چارواکي «تر سپوږمو راغلي» او په هغه یې خپل باور له لاسه ورکړی.
شیخ هبت الله اخندازده په نظامي، ملکي او سیاسي برخو کې د طالبانو واک او ځواک ستایي او د خپل مسالمت آمیز سیاست د لاسته راوړنو د بیلګې په ډول څرګندوي چې له خپلې پالیسۍ څخه یې ګاونډي او د سیمې هیوادونه مطمئن کړي دي. نوموړی زیاتوي چې دغه راز که همدا نن امریکایان هم د افغانستان «اشغال» پای ته ورسوي سبا د امریکا په شمول هر چا ته د «بې نظمۍ د مخنیوي او د امنیت د تامین» اطمنان ورکولی شي او ډاډ ورکوي چې هیڅ ستونزه به نه پیښیږي.
د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندازده په اختریز پیغام کې د وروستیو مذهبي غونډو په اړه هم څرګندونې شوي او همدا ډول یې پرلتي خوځښتونه او وروستي سیاسي ایتلافونه د «دښمن د ماتې نښه» بللې چې په وینا یې د مقاومت د کمزورۍ په موخه ترې استفاده کیږي. خو ډاډ یې څرګند کړی چې په «جهادي مسیر» به هیڅ اغیز ونه لري او د ورته دسیسو مخنیوی یې د طالبانو او ټولو افغانانو مشترکه وجیبه بللې.
هغه په کابل، مکه مکرمه او جده کې د دیني عالمانو وروستۍ موقف نیونې «ځوروونکې» بللې او په وینا یې د اسلامي همکارۍ په نامه سازمان چې د مسلمانانو له حقونو څخه د دفاع په هدف ایجاد شوی «اوس له بده مرغه د همدې سازمان له ادرسه پر اسلامي امت باندې د دښمنانو لخوا د تیریو او مظالمو په دغه حساس وخت کې په ناخبرې او لا پروايي کې داسې پریکړه صادریږي چې هغه له مظلومو مسلمانانو څخه د دفاع په ځای له تیري کوونکي کافر دښمن سره د مرستي پیغام لري».
د طالبانو مشر د دغو ناستو له ګډونوالو علماوو څخه د تنبیهي استفهام په توګه پوښتنه کړې چې ایا د افغانستان په خاوره د بوش د صلیبي یرغل په اړه معلومات لري؟ د کوم استدلال له مخې د اشغالګرو خلاف روان جهاد «بین الافغاني» جګړه بولي او د نیکولسن پوځي قومنداني او د هغه تر مشرۍ لاندې د لسګونو زرو عسکرو جنګیدل څرنګه تعبیروي؟.
نوموړي د ورته غونډو ګډنوالو علماوو ته په خطاب کې زیاته کړې: «له الله تعالی څخه و ویریږئ او له هغه ذاته غوښتنه وکړئ چې له دې مجبوریته نجات درکړي او د صریحو قرآني ایتونو خلاف د اجرتي وسیلو په حیث ونه کارول شئ».
شیخ هبت الله اخندزاده د سعودي عربستان حکومت ته سپارښتنه کړې چې د دغه ډول غونډو کوربه توب نه کوي او په افغانستان کې د روان «مقدس جهاد» مرسته وکړي. دغه راز یې په متحده عرب اماراتو او قطر هیواد باندې هم غږ کړی چې د ناټو سازمان په چوکاټ کې افغانستان ته د خپلو عسکرو له رالیږو ډډه وکړي او «پام کوئ چې امریکایان مو د سریښو په هغه ډنډ کې ښکیل نه کړي په کوم کې چې دوئ پخپله بند پاتي دي».
د طالبانو مشر د خپل اختریز پیغام په ترڅ کې په هیواد کې اقتصادي ښیرازي او بیارغونه د ولس د ژوند مهم ضرورت بللی او د هیواد له شتمن او لوستي قشر یې غوښتي چې په دې اړوند خپل مثبتې او رغندې طرحې ونه سپموي. نوموړي شتمنو او لوستو هیوادوالو ته په خطاب کې زیاته کړې:
«دا هیواد به ستاسو په مټ اباديږي، دا هیواد به ستاسو د هوسايي او آرام ځای وي، دا هیواد زموږ ستاسو ټولو مشترک کور دی او ټول يې په وړاندې یو ډول مسئولیت لرو».
د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یو ځل بیا د طالبانو ټول پوځي او ملکي چارواکي متوجه کړي چې په خپلو تر لاس لاندې سیمو کې د خلکو حقوق رعایت کړي، د ظلم مخه ونیسي او د ولس د حقوقو د تامین او ډاډمن امنیت لپاره هیڅ راز قرباني ونه دریغوي.
دغه راز یې له ټولو با وسه خلکو غوښتنه کړې چې د اختر او قربانۍ په خوښیو کې د «شهیدانو، بندیانو، فقیرانو او بې وسه مسلمانانو» کورنیو ته ځانګړې توجه وکړي او د مرستو په کولو سره یې د اختر له خوښیو برخمن کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي