برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اختر په مناسبت د حکومتي بندیانو د خلاصون امر

آریانانیوز: طالبانو اعلان کړی چې د لوی اختر په مناسبت له خپلو زندانونو څخه د حکومت ګڼ شمیر بندیان ازادوي.


طالبانو ویلي چې د خپل مشر شیخ هبت الله اخندزاده لخوا ورته سپارښتنه شوې چې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د «دښمن» هغه اسیران ازاد کړي چې د خلاصون په شرایطو پوره وي.
د طالبانو د بندیانو چارو کمیسون په یوې اعلامیه کې خبر ورکړی چې دا مهال د بندیانو د خلاصون په چمتووالي بوخت دي او سلګونه اسیران یې د ازادولو لپاره مشخص کړي دي.
یاد کمیسون زیاته کړې چې د خلاصون پروسې تر تکمیل وروسته به خوشې کیدونکې بندیان سبا د دوشنبې په ورځ خپلو اقرباوو ته وسپاري «ترڅو د اختر په خوښیو کې له خپلو دوستانو او کورنیو سره شریک شي».
تر اوسه د خوشې کیدونکو بندیانو د هویت، دقیق شمېر او ځای ځایګي په اړه معلومات نشته، خو یاده اعلامیه وايي چې له خلاصون وروسته به یې په اړه بشپړ جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.
طالبان د بندیانو لپاره ځانګړی کمیسون لري، چې په جګړو کې د نیول شوو عسکرو، پولیسو، اربکیانو او نورو حکومتي مامورینو د اسارت چارې سنبالوي، دغه راز د افغان حکومت او بهرنیانو په زندانونو کې د خپلو بندیانو د حقوقو او خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.
د طالبانو امیر د ځانګړو فرمانونو پر اساس تر دې وړاندې هم په روژې، اخترونو او نورو مناسبتونو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې حکومتي بندیان له اسارته خلاص شوي او تعهد ترې اخیستل شوی چې له خپلې دندې به لاس په سر کیږي او بیا به د حکومت په لیکو کې د طالبانو په وړاندې نه جنګیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي