برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اختر ميوو بيې لوړې شوې

په کابل ښار کې نن د تېر کال کوچني اختر ته نږدې ورځو په پرتله، د ځينو وچو ميوو بيې شاوخوا ۲۰سلنه لوړې شوې چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله، دغو ميوو ته تقاضا کمه شوې ده.



افغانان د اختر په ورځو کې نوې جامې اغوندي، د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته د خپلو خپلوانو کورونو ته ځي او دغه راز په کورونو کې يې په ډول ډول ميوو، کيک او کلچو سره هرکلی کېږي.
اختر ته په نږدې ورځو کې د هېواد په بازارونو کې ګڼه ګوڼه جوړېږي، ځکه خلک د اختر تر رارسېدو مخکې لازمې تابياوې نيسي او د اړتيا وړ توکي يې پېري.
د کابل ښار تايمني پروژې دويم سړک د “عصر جديدخوراکه فروشي” خاوند احمد فرزاد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د تېر کال په پرتله ځينې وچې ميوې هر کيلو بيه له ۱۰۰تر ۵۰۰افغانيو لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې نن د تېر يو کال په پرتله د يو کيلو اعلی بادامو بيه له ۱۱۰۰څخه ۱۳۰۰افغانيو ، يو کيلو اعلی چهارمغزو بيه له ۸۰۰ څخه ۸۵۰افغانۍ، يو کيلو اعلی وطني پستې بيه له ۱۱۰۰څخه ۱۳۰۰، يو کيلو اعلی کشمش له ۵۰۰ څخه ۶۵۰افغانۍ، د يو کيلو نخودو بيه له ۲۴۰څخه ۳۰۰افغانيو او د يو کيلو تورو جلغوزو بيه له ۱۴۰۰څخه ۱۶۵۰افغانيو ته لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، ځينې وچې مېوې چې له بهر څخه راځي هم لوړې شوې دي.
نوموړي وويل چې يو کيلو هندي کجو، له ۸۰۰څخه ۱۰۰۰افغانيو، د يو کيلو اعلی ايرانۍ پستې بيه له ۷۰۰تر ۸۰۰افغانيو او يو کيلو امريکايي بادامو بيه له ۷۰۰څخه ۸۵۰افغانيو ته لوړه شوې ده.
خو د هغه په وينا، د چاکليټو، نقلو، کيک، کلچو او سميانو په بيو کې بدلون نه دی راغلی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يو کيلو اعلی کېک او کلچو بيه د تېر کال په څېر ۱۴۰افغانۍ، يو کيلو سميان په ۱۲۰افغانۍ او يو کېلو بادامي نقلو بيه ۲۵۰افغانۍ ده.
هغه د بهرنيو اسعارو پروړاندې د افغانۍ ارزښت کمېدل د توکو د بيو لوړېدو اصلي دليل ګڼي.
د تېر کال د همدې وخت د خپاره شوي راپور له مخې، د يو امريکايي ډالر بيه ۶۸.۴۰ افغانۍ وه، خو نن د غبرګولي په ۲۲مه د يوه امريکايي ډالر بيه ۷۱.۵۲افغانۍ ده.
احمد فرزاد وويل چې د خلکو د اقتصادي وضعيت د خرابېدو له امله، د اختريزو مېوو پلور د تېر کال د همدې ورځو په پرتله تر ۵۰سلنه را کم شوی دی.
نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې د تېر کال اختر په ورځو کې هره ورځ تر ۵۰ ډېر مشتريان درلودل، خو سږ کال دغه کسان ۲۵تنو ته راکم شوي دي.
د کابل کلوله پشتې په څلور لارې کې د شاهانه پلورنځي خاوند اميرجان د احمد فرزاد د خبرو په تاييد سره وويل چې د هر کيلو وچې مېوې بيه لوړه شوې، د مشتريانو شمېر هم کم شوی او يا هغه کسان چې مراجعه کوي، د تېر کال په پرتله کمه مېوه اخلي.
نوموړي زياته کړه چې د خلکو د اقتصادي وضعيت د خراب والی ددې لامل شوی چې د مشتريانو شمېر يې هم کم شي.
د کابل ښار تايمني پروژې ددويم سړک اوسېدونکې موسکا وويل چې د وچې مېوې بيې ډېرې لوړې شوې او خلک يې په ډېرې سختۍ سره پېري.
هغه زياته کړه:” زموږ اقتصاد يو څه ښه دی، خو يوه بې وزله کورنۍ په ډېرې سختۍ سره خپلې اړتياوې پوره کولای شي.”
د کابل ښار د پنځمې حوزې د خواجه جم سيمې اوسېدونکی نعمت الله وويل چې تېر کال ده او ورور يې کار درلود، خو سږ کال يې ورور وزګار شوی او د کورنۍ اقتصادي وضعيت يې ښه نه دی.
د هغه په وينا، تېر کال يې د ۹۰۰۰افغانيو په ارزښت د اختر مېوه اخيستې وه، خو سږ کال يې د ۴۰۰۰افغانيو په ارزښت مېوه اخيستې، ځکه د ډېرې مېوې اخيستلو وس يې نه درلود.
خو د هغه په وينا، دی داسې کسان پېژني چې سږ کال د يو کيلو مېوې اخيستو وس هم نه لري.
د مرکزي احصايې ادارې سروې له مخې، چې پايلې يې د روان کال په غويي مياشت کې خپرې شوې، د ۱۳۹۱ کال په پرتله د بې وزلۍ کچه له ۳۸سلنې څخه، په ۱۳۹۵ کال کې ۵۴ اعشاريه ۵سلنې ته لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي