برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لوی اخترمو مبارک شه

آریانانیوز: نن چارشنبه يا د شروع ورځ د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د ذي الحجې لسمه نېټه چې د ۲۰۱۸ کال د اګست له دويشتمې نېټې سره برابره ده د قربانۍ د اختر ورځ ده چې دا د مسلمانانو يو لوے اختر دے.


د قربانۍ د اختر په موقع هغه حاجيان صاحبان چې د خداے د کور بيت ا… زيارت ته لاړ دي خداوند متعال په حکم او د هغۀ د رضا لپاره قرباني کوي د ستر الهي پېغمبر حضرت ابراهيم علیه السلام سنت او خاطره راژوندۍ کولي او نمانځي يې.
خداے پاک د ايمان او اخلاص د ازمائنې لپاره حضرت ابراهيم  علیه السلام ته ماموريت وسپارۀ چې خپل زوے حضرت اسماعيل علیه السلام  د خداے په لاره کښې قرباني کړي. حضرت ابراهيم  د علیه السلام دغه کار د سخت مشکل والي باوجود د خداے پاک فرمان ته غاړه کېښوده او د دغه ماموريت عملي کولو ته تيار شو او خپل زوے يې د حلالې لپاره بوتلۀ او په مرۍ يې چاړۀ راکښله خو هر څومره چې يې کوشش وکړي چړې د حضرت اسماعيل علیه السلام مرۍ پرې نه کړه. په عين حال کښې حضرت ابراهيم علیه السلام ته خطاب وشو چې د خداے پاک په امتحان کښې کامياب شوې او بيا يو ګډ راولېږلے شو چې هغه د حضرت اسماعيل (علیه السلام) په ځاے قرباني کړي.
دغه عبرتناکه واقعه د قربانۍ، له سره له تېرېدو، په خپلو نفساني خواهشاتو باندې د غلبې او د خداے د فرمان په وړاندې د تسليمېدو درس ورکوي. په همدې وجه د نړۍ مسلمانان هم دغه ورځ يعنې د ذي الحجې لسمه د يو ستر او شاندار اسلامي اختر په توګه نمانځي او ترې د اخلاص او بندګۍ درس حاصلوي.مونږهم اسلامی امت ته دلوی په مناسبت مبارکي وايوو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي