برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د اختر اوربند اوه ورځی ته غځول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د کوچني‌ اختر په دریو ورځو کې اعلان شوی اوربند به ۷ ورځو ته وغځول شي
په کوټه کې د طالبانو د شورا یوه غړي زمونږ سرچینی ته وویل چې د اوربند د غځېدو پر سر قطر مېشتو طالبانو له کوټې شورا سره خبرې کړي دي او د کوټې شورا هم پردې خبره موافقه ښودلې ده
طالب سرچېنې وویل چې ځیني طالب مشران د اوربند د غځېدلو مخالفت کوي ؛ خو په لویه کې ډېری د کوټې او پېښور شورا غړي او د دقطر د مذاکراتي ټیم مشران د اوربند دغځېدلو ملاتړي دي
طالبان وایی چې په دغو ورځو کې که دولت د طالب زندانیانو د خوشي کېدلو سلسله ګړندۍ کړي ؛ تر اوه ورځیني اوربند ورسته به د تاوتریخوالي د کمښت سلسله بیا پیل شي ؛ چې د طالب مشرانو په وینا دا ځل به پر افغان امنییتي ځواکونو بریدونه هم کم شي
طالبانو په داسي حال کې ددې موضوع په اړه خبر ورکړ چې لا هم سبا ورځ د اوربند لپاره پاتې ده
ځیني‌طالب مشران په دې باور دي چې اوربند به نا اعلان شوی وی ، خو په لویه کې ډېری طالبان وايي چې د اوربند غځېدل باید عالني‌وي
خبریال ویبپاڼې ته د طالبانو څلورنې سرچینې هم ددې خبرې پخلی وکړ او دا یې ومنله چې اوربند به غځېږي
دافغانستان د ارګ سرچینې وايي چې د اوربند پر غځېدلو باندي خبري رواني دی خو پلخلی یې نه کوي.

شریک یي کړئ!