برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ مهر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر: په ملګرو ملتونو کې د طالبانو ننداره به هیڅ ګټه ونلري

آریانانیوز: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په غونډو کې د خبرو کولو لپاره د طالبانو غوښتنه یوه « بې ګټې ننداره » وبلله.


هیکو ماس ، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د هرې نندارې لپاره مناسب چوکاټ ندی. موږ باید له طالبانو سره خبرې وکړو. پدې وروستیو اونیو کې د تماس ډیری چینلونه رامینځته شوي.

له بلې خوا ، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون ویاند سټیفن دوجاریک فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیرس له طالبانو څخه یو لیک ترلاسه کړی چې پکې ډلې غوښتنه کوي چې له دې سازمان سره په لوړه کچه خبرو اترو کې برخه واخلي.

طالبانو هم تایید کړې چې ملګرو ملتونو ته یې یو لیک استولی چې له دې سازمان سره د اړیکو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ!