برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د۵۰۰له بندیانوپه خوشی کیدو سره جوخت د بین الافغاني مذاکرات پیلیدا

آریانانیوز: د ملي امنیت شوار وایي، د حکومت له زندانونو څخه ۱۰۲ تنه طالب زندانیان خلاص شوي او د پنځلس سوه زندانیانو له خلاصون سره جوخت باید بین الافغاني مذاکرات پیل شي
د ملي امنیت شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو غواړي، چي تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي
امنیت شورا ددې تر څنګ پر طالبانو غږ کړی، چې د حکومت له سپارل شوي لست سره سم «امنیتي ځواکونه» او بندیان خلاص کړي
امنیت شورا داسې مهال د پنځلس سوه زندانیانو تر خلاصون وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پیل کېدل غواړي، چې طالبان وایي، له افغان جهتونو سره هغه وخت خبرې پيلوي، چې پنځه زره طالب زندانیان خلاص شي
د امریکا او طالبانو تر منځ په شوې هوکړه کې، امریکا ژمنتیا ښودلې، چې د هوکړې تر کېدلو ورسته په لومړیو لسو ورځو کې به تر پنځه زره طالب زندانیان خلاصوي او تر هغه وروسته به طالبان له افغان جهتونو سره خبرو ته کېني
ددې تر څنګ طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی چې د «حکومت» په نوم څه نه پېژني او که ددوی له قوله، «کابل اداره» غواړي، په خبرو کې ګډون وکړي د یوه افغان جهت په حیث شرکت کولای شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي