برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دکندهار عمومی لویه لاره د ترافیک په وړاندی تړل

آریانانیوز: طالبان نن دوشنبه(۳۰ ثور) سهار ۵ بجی عمومی لویه لاره د میدان وردک سید آباد ولسوالی سالار سیمه کې د ترافیک په وړاندی تړلی ده.



حاجی امیرمحمد ملکزی، د میدان وردک سیدآباد ولسوال په دی اړه امریکا غږ ته وویل: په حاضر حال کې ۳۳۰ څخه تر ۴۰۰ مسافربری موټرونه په سیمه کې ګیر پاته دی او مسافرین د لاری خلاصیدو په صبر دی.
ویس صمیمی، میدان وردک پولیسو قوماندان وایی چی نظامیانو هڅې د کابل-کندهار لویی لاری خلاصولو لپاره جریان لری.
هغه زیاته کړه: اوس لاره بنده ده. طالبان لوی موټرونه جادی پرلاره درولي دی او کلۍ یی د ځان سره وړی دی، هڅه کوو دا لاری خلاصه کړو.
په همدی حال کې ترانسپورتی شرکتونه وایی چی په حاضر حال کې په سلهاوو مسافر د نن سهار څخه د لاری خلاصیدو په صبر دی؛ خو تراوسه امنیتی ځواکونه ددی لاری خلاصیدو باندی نه دی توانیدلی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.

شریک یي کړئ!