برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دکندهارښار ۱۵زره ۴۰۰ نويوکورنيوته به پاکي اوبه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د اوبو رسولو او کانالازېسيون رئیس انجنير محمد نادر کاکړ وویل د کندهار ښار په بيلابيلو ناحيو کي په سلګونه کورونو ته پاکي اوبه ورکوي.
هغه همدا راز زیاته کړ چي ددې ترڅنګ غواړي ۱۵ زره ۴۰۰ نورو کورنيو ته هم د پاکو اوبو رسولو خدمات پراخ کړي.
د اوبو رسولو رئيس وویل، چي اوس مهال يې دپاکو اوبو رسولو په هدف د ۷ پروژو کارونه روان دي، چي په دې سره به زيات شمېر ښاريان پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
هغه دغه راز وویل، چي د ۲۰ نورو پروژو د سروې چاري هم رواني دي، چي له دې ډلي د ۱۰ پروژو د سروې چاري تکميل سوي او اوس يې د ډېزاين کار روان دی.
دی وايي رياست يې کورونو ته پاکي اوبه رسوي او د اوبو دکيفيت معلومولو لپاره يې دلابراتوار سيسټم هم فعال کړی دی.
د اوبو رسولو او کانالازېسيون رئیس زياته کړه، چي د سپین بولدک په ولسوالۍ کي د پاکو اوبو رسولو د يوې لوی شبکې د سروې کار بشپړ سوی خو دا چي هلته تر مځکي لاندي د اوبو سطحه ډېره ټيټه ده نو د پروژې د تطبيق چاري يې له خنډ سره مخ کړي خو په وينايې دوئ هڅه کوي دا مهمه پروژه نوره له ځنډ سره مخ نه سي.
د کندهار د اوبو رسولو رئيس د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال څرګنده کړه، چي رياست يې د زون په کچه فعاليت کوي او د کلات ښار، لښکرګاه او ترينکوټ ښارونو د اوسېدونکو لپاره هم د پاکو اوبو رسولو مهم پلانونه لري، چي په راتلونکي کي به تطبيق سي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي