برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دکابل په نړیوال هوايي ډګر کې له وسلو ډک موټرنیول

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې امنیتي مسؤلین وايي چې له وسلو ډک موټر يې نیولی دی.



سپتونیک، د یادو سرچینو په حواله لیکي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې د هوايي ډګر له دېرشم پارک نه دغه موټر را وایستل شو.
دغه تور رنګی فورنر موټر د خوست نمبر پلیټ لري، چې پولیسو پکې ۱۵ فایره راکټ، ۱۰ میله کلاشنکوفونه او ۱۰ لاسي بمونه موندلي دي.
د ۱۰۱ اسمايي زون پولیسو منلې چې هوايي ډګر کې يې له وسلو ډک موټر نیولی، خو له جزییاتو ډډه کوي.
دا په داسې حال کې دی چې د هند د ملي امنیت سلاکار کابل ته هم سفر وکړ او کورنيو چارو وزارت په ودانۍ کې د ننه د دوه ساعته جګړې شاهد هم پاتې شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي