برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دښوونځيو جوړل

آریانانیوز: د کندهار په سپين بولدک کي ۶ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چاري پيل سوې. دغه ودانۍ د ولسي تړون ملي پروګرام اړوند د اقرا برنامې په چوکاټ کي جوړېږي
د ولسي تړون ملي پروګرام مطبوعاتي مسؤل عطا محمد هیله من پژواک ته ویلي، دغه شپږ ښوونځي د سپين بولدک ولسوالۍ په مراد خان، حاجي نعمت الله، محمد ولي، ملک کبیر، حاجي بارکزي او حاجي نور محمد کلیو کي جوړېږي
هغه زیاته کړه، د دغو ښوونځیو له ډلي ۲ یې اته ټولګي، ۴ یې شپږ ټولګي لرونکي دي چي د هر ښوونځي په ودانۍ کي د څښاک د پاکو اوبو یو ژور څاه هم په پام کي نیول سوی دی
دی وايي، د دغو شپږو ودانیو پر جوړولو ۳۱ میلیونه، ۲۶۱ زره او ۹۸ افغانۍ لګښت راځي.
د ده په خبره، د دغو ښوونځيو په جوړېدو به ۲۶۴۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړي سالم چاپېریال برابر سي او د سیمي د اوسېدونکو له پار به ۱۶ زره او ۸۰۰ کاري ورځي رامنځ ته کړي
د یادوني ده چي په سپين بولدک کي د اقرا برنامې په چوکاټ کي په لومړي پړاو کي ۲۱ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي چي د ۸ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چاري مخکي پیل سوي وې او ۶ ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چاري پرون پیل سوې
ټاکل سوې ده د پاته ښوونځیو له پاره د ودانیو جوړولو چاري په نږدې راتلونکي کي پيل سي.

شریک یي کړئ!