برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دپنځه لس حکومتي بندیان خوشې کیدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر پاڼه ویلي، چې تېره ورځ د دوی د غو ولایت له زندانه ۱۵ حکومتي بندیان خوشې شوي او د کرایه په ورکولو سره خپلو کورنو ته لېږل شوي دي
همدارنګه طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي دوی افغان حکومت ته د بندیانو بل لیست سپارلی دی
د پنجشنبې ورځ داسې راپورونه لاس په لاس شول چې طالبانو حکومت ته متبادل لیست سپارلی دی خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین رسنیو ته ویلي چې دا خبره سمه نه ده د معلوماتو له مخې افغان حکومت تر دې دمه له ۴زره او طالبانو بیا له ۷سوه زیات بندیان خوشې کړي دي
ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې افغان حکومت ۵زره او طالبان ۱۰۰۰تنه بندیان تر بین الافغاني خبرو مخکې خوشې کړي.

شریک یي کړئ!