برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو نوم لیکنه

د را روانو ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو نوم لیکنه نن رسماً پیل شوه.


د دې نوم لیکنې د پرانیستې په پلمه اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې یوه مرکز ته ورغی او خپل نوم يې ولیکه.
هغه پر خلکو غږ وکړ، چې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ويلي، د پلازمېنې په ګډون يې په ټول هېواد کې د نوم ثبتونې لپاره ۱۴۱۹ مرکزونه جوړ کړي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال معاذالله دولتي وايي چې د نوم ثبتونې لپاره د تذکرې درلودل شرط دي او عمر يې باید تر ۱۸ کلنۍ ښکته نه وي.
د سرچينې په وینا یوه میاشت وروسته به په ولسوالیو کې هم د نوم لیکنې بهیر پیل شي.
د ټاکنو کمیسیون نږدې دوه اوونۍ وړاندې ویلي و، د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې نا امني او د زورواکو ګواښونه لوی خنډونه دي.
د شنونکو په باور د تېرو ولسمشریزو ناندریزو ټاکنو تجربې ته په کتو ډېرو خلکو پر ټاکنو باور له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي