برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دوو میاشتو کې په بهیرد ۱۵سوه امنیتي منسوبین تسلیمیدا

آریانانیوز: طالبان وايي په تېرو دوو میلادي میاشتو کې يې نږدې دوه زره بریدونه کړي، چې له ډلې يې یوازې دوه سرتېري بریدونه دي او تر زرو ډېرو عسکرو ورته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي.


طالبانو د تېرو دوو میاشتو د ترسره کړیو فعالیتونو یو دیاګرام خپور کړی، چې پکې يې ښوودلي، ۱۸۴۸ عملیات يې ترسره کړي، چې پکې ۱۶۱ بهرني ځواکونه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا دې بریدونو کې يې ۳۵۵۱ دولتي عسکر وژلي او ۲۷۶۷ نور ټپيان شوي دي، خو د دې تر څنګ ۱۴۲۷ تنه ورته تسلیم شوي دي.
طالبان وايي یاده موده کې يې دوه چورلکې نسکورې کړې، ۶۶۸ عرادې نقلیه وسایط يې له منځه وړي او ۳۰ عرادې نقلیه وسایط ورته تسلیم کړل شوي دي.
دولتي سرچینو د طالبانو د دې معلوماتو په اړه څه نه دي ویلي، خو دواړو اړخونو د پوځي عملیاتو له اعلانولو سره سم جګړې ته زور ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي