برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دوه اربکیان د پوستې خرڅولو په تور نیول شوي

د غزني چارواکي وايي په اندړو کې يې دوه اربکيان د پوستې د خرڅولو په تور نیولي دي.


اریانا نیوز د غزني د امنیه قومندانۍ په حواله وايي، چې دې اربکیانو د اندړو د امین کلا پوسته له ټولو امکاناتو سره طالبانو ته پرېښودله چې دوی پرې خبر شول.
سرچینه زیاتوي چې نیول شویو اربکیانو له طالبانو سره اړیکي درلودې او غوښتل يې د پیسو په بدل کې دا پوسته ورته پرېږدي.
امنیه قومندان نه دي ويلي، چې د پوستې نورو اربکیانو تر پوستې پرېښودو وړاندې پښې سپکې کړې که په دې پلان کې شریک نه و.
د امنیتي مسؤلینو له قوله دغه اربکیان د لغمان ولایت اوسېدونکي دي، چې اوسمهال د دوی په توقیف خانه کې دي.
طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو په امنیتي لیکو کې د طالبانو د کسانو پر موجودیت لوړپوړي چارواکي هم د هو سر ښوروي.
اندړ د غزني هغه ولسوالۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره پکې اربکیان را پیدا کړل شول، خو اوس يې د ولسوالۍ له امنیتي پوستو پرته نږدې ټول واک له طالبانو سره دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي