برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دولسمشر دکار دوام غیری قانونی دی

آریانانیوز: د هیواد اساسی قانون په اساس د ولسمشر غنی کار د پنځو کالو وروسته نن د جوزا لومړی نیټي څخه پای ته رسیږی خو ښاغلی غنی د ستری محکمی په حکم خپل کار ادامه ته د ریاست جمهوری ټاکنو رارسیدو پوری ټینګار کوی.



په دی حال کې ریاست جمهوری ټاکنو نامزدان ویلی دی چی که ولسمشر غنی د جوزا په لومړۍ نیټه خپل کار څخه برکناره نه شی د داکتر نجیب برخلیک سره به مخ شی او هغوی په دی باور دی چی د ښاغلی غنی پاته کیدو سره راتلونکې ټاکنې د تیرو په شان د تقلب او فریب نه ډک وی.
داکترعبدالطیف نظری د ملی وفاق ټاکنیز دستی معاون د احمد ولی مسعود په مشری و آوا خبرنګار ته وویل: یو د هغه دلایلو څخه چی ولسمشر غنی نه غواړی د ریاست جمهوری څوکۍ پریږدی د قدرت بقا ده یعنی غواړی د راتلونکې پنځو کلونو لپاره قدرت په اختیار کې ولری.
ښاغلی نظری زیاته کړه: ښاغلی غنی مخالفین د هغه برکناره کیدو غوښتونکې دی او که ښاغلی غنی پاته شی بیا هم یو تقلب نه ډک ټاکنی ولرو او دا افغانستان کې بحران نور هم ډیرولای شی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي