برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دولت مو د طالبانو په نوم وژني

آریانانیوز: د لوګر ولایت اوسیدونکي وایي، بهرني او افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال د طالبانو په نامه عام خلک وژني او کورونه یې ویجاړوي.



د کابل نیوز د راپور له مخي، د دغه ولایت قومي مشران شکایت کوي چې، د صِفر-1 قطعې په نوم افغان سپیشل فورس د عملیاتو پروخت ناوړه ظلمونه کوي، قومي مشرانو ویلي، وړمه ورځ یې په تازه عملیاتو کې د طالبانو په نوم د یوه قومي مشر او څو نورو خلکو کورونه؛ چې له طالبانو سره یې هیڅ ډول تړاو نه درلود؛ په بمونو والوزل.
که څه هم افغان امنیتي چارواکي وایي، دعملیاتو پرمهال دوی د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام کوي، خو له دې ادعا سره سره د ځانګړو ځواکونو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو له لوري د ملکي وګړو په نښه کیدل؛ یوه ورځنۍ چاره ګرځیدلي.
افغان ځانګړو ځواکونو په دې وروستیو کې په لوګر او وردګو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي، چې د بې پرې عیني شاهدانو په وینا د طالبانو په تور یې ملکي خلک وژلي، شاهدان وایی چې ځیني کسان یې په نیمه شپه کې له خپلو کورونو را اېستلي او کورونه یې ورته په بمونو الوزولي دي.
د لوګر د ولایتي شور غړي هم د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو وژل کېدل د اند ېښنې وړ بولي او وایي په شپنیو عملیاتو کې ډیر ځله د طالبانو پرځای ملکي خلک په نښه کیږي.
د ولایتی شورا غړي وایي، د امنیتي ځواکونو دغه کار به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نور هم زیات کړي.
له بلي خوا ځینو دولتي چارواکو هم د دوی په عملیاتو کې د ملکي وګړو په نښه کیدل مني، خو وایي، چې وخت نا وخت طالبان د ځایي خلکو په کورونو او یا جوماتو کې ډوډۍ خوري او خلک یې مخنیوی نه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي