برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دنشه‌يي مواد او د قاچاق په تور څو کسان نیول

آریانانیوز: په بغلان کې پولیس وايي، څلورتنه یې د ۵۲ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.


د بغلان د امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام‌الدین سریع رسنیو ته ویلي، دا نشه‌يي مواد یې د چهارشنبې په ورځ په خنجان ولسوالۍ کې نیولي دي چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
همدارنګه د پکتیا امنیه قوماندانۍ هم وايي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت يې ۱۷۰۰کېلو ګرامه چرس او ۱۰۵۰ کېلو ګرامه بنګ‌دانې کشف او ضبط کړي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا نشه‌يي مواد یې د سیدکرم ولسوالۍ په نګرام سیمه کې له خلکو څخه په یوې خالي شوې کلا کې موندلي دي.
د پکتیا د پولیسو په وینا د دې نشه‌يي موادو په ارتباط تر اوسه څوک نه‌دي نیولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي