برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دموقتی حکومت په اړه دامریکایانوخبرې چټی دی

آریانانیوز: دیوراپور په اساس دطالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد دیوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د امریکا دسفیر جان بس د ادعا په ردولو سره وئیلی دی دغې ډلې هیڅکله له امریکایانو سره د موقتی حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او مونږ تل ټینګار کړی ، دافغانستان د داخلی مسئلو په باب به له امریکایانو سره هیڅ خبرې اترې ونه کړو.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس ادعا کړې،دموقته حکومت دجوړیدا بحث د طالبانو ډلې تبلیغات دی .
داپه داسې حال کې دی،چې له دې مخکې امریکا ته پخپل سفر کې د افغانستان دملی امنیت سلاکار حمد الله محب هم وئیلی وو ، دافغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دقدرت په ترلاسه کولو پسې دی اوهڅه کوی په افغانستان کې دموقته حکومت په جوړولو سره دهغو په سر کې راشی .
دافغانستان د ملی امنیت دسلاکار وروستیو څرګندونو دامریکائی چارواکو سخته غوسه راپارولې ، په دې ډول چې دسپینې ماڼۍ مسئولانو له حمد الله محب سره خپلې اړیکې هم غوڅې کړی او دهغه نامه ئې په هغو کسانو کې شامله کړې ده چې دامریکا ویزه نشی اخستلی او په دې باب ئې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ته هم دړکې ورکړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي