برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دقطر په غونډې کښې دحکومت استازی ګډون نلری

آریانانیوز: دیوراپورله مخی طالبانو وویل په قطر کښې له دغه ډلې سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دوهم (۲)پړاو کښې به د دحکومت هیڅ استازی ګډون ونلری .


ولسمشر اشرف غنی پرون په قطر کښې له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دوهم(۲) پړاو کښې د ګډون لپاره دحکومت د استازیو یو(۱) فهرست خپور کړ .
طالبانو نن په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د قطر دغه غونډه دسولې رسمې خبرې اترې نشو بللی بلکې ګډون کونکی به یوازې د نظرتبادله وکړی او خپل دریځونه به اعلان کړی .
طالبانو ویلی دی که چیرې دقطر په غونډې کښې د ګډون کونکو په فهرست کښې د حکومت دځینو چارواکو نومونه وی هغوې یوازې دخپلو شخصی نظرونو د څرګندولو لپاره ګډون کوی .
داپه داسې حال کښې دی چې حکومت هیله څرګنده کړی ده چې وکولای شی له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دغه پړاو کښې نیغ په نیغه له طالبانوسره دسولې خبرې وکړی .
د طالبانو او دسیاسی ګوندونو دخبرواترو دوهم (۲) پړاو د اپریل په ۱۴ او ۱۵ نیټه په قطر کښې ترسره کیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي