برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ حمل , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دقطر ناستی د پلاوي د ټاکنې غونډه، دپخوانی ولسمشرحامد کرزي په دفتر کې

آریانانیوز: د قطر ناسته چې د بېلابېلو علتونو له امله د اپریل له ۱۴مې د دې میاشتې ۱۹مې ته وځنډول شوه، خو لا هم حکومت نه دی توانېدلی چې دې غونډه کې د برخې اخیستو لپاره د پلاوي کسان وټاکي.


د کابل نیوز د خبر پر اساس د همدې پلاوي د ګمارنې لپاره غونډه د ارګ پر ځای د حامد کرزي دفتر کې وشوه، څوک چې د حکومت تر فشار لاندې دی او ترې غواړي چې دې غونډه کې ګډون ونه کړي، خو پلویان يې بیا پر ګډون ټینګار کوي.
حکومت د مختلفو فشارونو وروسته بالاخره ومنله چې د دې ناستې لپاره به دوی هم د نورو افغانانو په ګډون یو ملي ټیم ټاکي چې له طالبانو سره به په دوحه ناسته کې برخه اخلي.
حکومت د بېلابېلو فشارونو له امله ظاهراً دې ته تیار شو، چې د پلاوي پر ګمارنې بحثونه وکړي، خو ځينې سرچینې دا هم وايي چې د حکومت د «مصالحې شورا» په نوم غړي او ځينې سیاسیون هڅه کوي غونډه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
همدارازهم یوې باخبرې سرچینې وویل چې د افغانستان حکومت، د سولې شورا د ځینو غړو، استاد عبدرب الرسول سیاف او ګلبدین حکمتیار نظر دادی چې دا غونډه باید یا وځنډول شي، لغوه شي او یا هم په کوم بل هیواد کې جوړه شي.
د سرچینې په حواله په داسي وخت کې چې استاد سیاف په نظر یاده غونډه د افغان ولس په ګټه نه ده، باید مخنیوی یې وشي، استاد سیاف د «مصالحې شورا» په هغه ډلګۍ کې هم دی چې د سولې د خبرو اترو لپاره باید «سرې کرښې» معلومې کړي.
سرچینه زیاتوي د حزب اسلامي مشر حکمتیار بیا ټینګار کوي، چې غونډه د قطر پر ځای باید په اسلام اباد، ابوظبۍ او یا هم په جده ښار کې وشي.
د شنونکو په باور ښه به وي چې دا غونډه ژر جوړ او پر وړاندې سبوتاژ کوونکو ته ډېر فرصتونه ور نه کړل شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه