برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دقطرپه غونډې کې په ګډون کی د حکومت او ګوندونو پخلاکیدا

آریانانیوز: دسولې دعالی شورا مرستیال حاجی دین محمد په کابل کې وئیلی دی،دغه یوسل پنځوس کسیز پلاوی به چې څلویښت میرمنې هم پکې شتون لری،دقطر په غونډې کې ګډون وکړی.


تر دې دمه دګډون کونکو بشپړ لیسټ نه دی خپور شوی،خوټاکل شوې ده،په راتلونکو څو ورځو کې په قطر کې د افغان سیاسی ګوندونو او طالبانو ډلې ترمینځ غونډه جوړه شی.ددغو خبرواترو لومړنی پړاؤ د روسیې په ماسکو کې ترسره شوی دی .
طالبانو اعلان کړی دی،هیڅوک به په دغې غونډې کې دحکومت د استازی په توګه ګډون ونه کړی
دې ته په پام سره چې طالبانو ډلې په کرتو له حکومت سره تر هغه وخته خبرې اترې نه کوی چې په هیواد کې بهرنی نیواکګر پوځونه موجود وی، کابو یو کال راهسې سیاسی ډلو ټپلو دسولې په بهیر کې دحکومت د جانشین په توګه او له طالبانو سره له هغو سره په اړونده خبرواترو کې د ځای ناستی رول په ایجنډا کې راوستی دی .

دسیاسی ګوندونو له نظره په داسې شرائطو کې چې طالبانو ډله دامریکائی اوناټو تیریګر پوځ د شتون د دوام په دلیل له حکومت سره خبرې اترې نه کوی،باید دسولې د ټینګیدا لپاره په افغانستان کې دملی هلې ځلې ونه دریږی .
داګمان مطرح دی ، چې له طالبانوسره دسولې دخبرواترو لپاره د ګوندونو په وسیله حکومت د ځّای ناستی رول لوبول ددې په ترڅ کې چې د سولې د بهیر دټینګیدا لامل کیږی ، دا زمینه برابروی چې د بین الافغانی خبرواترو په چوکاټ کې د واړو او سترو تمو اړخونه او دملی پخلاینې له پرورګرام سره دیوځای کیدا او دجنګ له ختمیدا دطالبانو غوښتنې واوریدل شی .
د سولې دعالی شورا یوې غړې میرمن حبیبه سرابی وائی ، سوله په افغانستان کې یوه ملی موضوع ده چې دحکومت د مدیریّت ترڅنګ باید دمیرمنو پشمول درستې ډلې ټپلې پکې رول ولوبوی.همداراز په دغه هیواد کې دسولې دټینګیدا اود تاؤتریخوالی دختمیدا د څرنګوالی په باب له طالبانو ډلې سره دا فغانستان دګوندونو خبرې اتبرېلامل کیږی ،څو دخبرواترو اوارتباط دروازه هماغه راز پرانیستی پاتې شی .
دا اندیښنه شته چې دبین الافغانی خبرواترو دباب بندیدا د یوې داسې زمینې د برابریدا لامل کیږی،چې په هغې کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامینځةکیداپه باب د خپلې خوښې وړ ماډل د تپلو لپاره د امریکا له خوا لازیاتې لاسوهنې وشی،چې دا موضوع،لا زیاته ددغه جنګ ځپلی هیواد د ملی ګټو دګواښل کیدا لامل کیږی .
په دغه شان شرائطو کې ده چې د طالبانو له خوا له حکومت سره دخبرواترو له ردیداسره سره،خو ولسمشراشرف غنی منلې چې له طالبانو ډ لې سره د ګوندونو له لارې خبرې اترې کولی شی.په همدې اساس ده چې ګوندونو هم،سترو ملی ګټو او د هیواد د چارو په اداره کولوکې دحکومت دمقام دساتلو ضرورت ته په پام سره د طالبانو سره دسیاسی ډلو ټپلود استازو د راتلونکی غونډې لپاره د حکومت په مشورې سره یو ګډ لیسټ برابر کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي