برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۱ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دغني اوعبدالله تر منځ دنوی اختلافاتو راپورونه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی دعبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د واک د شریکېدو له توافق څو میاشتې تېرې شوې؛ خو یاده توافقنامه لا هم په بشپړ ډول نه ده عملي شوې، چې له امله یې د غني او عبدالله تر منځ تازه اختلافات راپورته شوي
د «هشت صبح» ورځپاڼې د راپور په اساس، عبدالله عبدالله لا د کابینې د غړو لست ارګ ته نه وو سپارلی، چې ارګ د بغلان، سمنګان، پکتیا او کونړ ولایتونو لپاره چې د عبدالله په سهم کې راځي؛ والیان مقرر کړل
راپور کې وړاندې زیاته شوې، چې څه موده وړاندې ارګ او سپېد ار د یوې بلې منځګړې ډلې په توسط توافق کړی وو، چې سپېدار به لومړی د کابینې لپاره خپل کسان ټاکي او د کابینې تر بشپړېدو وروسته به د نورو پوسټونو لپاره لپاره د سپېدار کسان مقررېږي؛ خو د ارګ له لوري د عبدالله عبدالله په سهم کې د ټاکنو له امله، سپېدار اړ شوی، چې د ټولو پوسټونو د نوماندانو لست په یو ځل ارګ ته ولېږي
که څه هم څه موده وړاندې عبدالله عبدالله د ولسي جرګې له اداري هیئت سره ژمنه کړې وه، چې د کابینې د ټاکلو په برخه کې به خپلې هڅې چټکوي؛ خو نوموړی نه یوازې په دې کار توانېدلی نه دی؛ بلکې تر څنګ يې د نوموړي په ټیم کې داسې اندېښنې هم راپورته شوې، چې اشرف غني ښایي په کابینه کې له عبدالله څخه د وزیرانو په ټاکلو کې کار واخلي او تر هغه وروسته توافقنامه ماته کړي
د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شوي سیاسي توافق په اساس، ۱۱ وزارتونه «د کابینې پنځوس سلنه»، ۱۴ ولایتونه، ۱۰ سفارتونه، ۱۰ د سنا چوکۍ، پنځه خپلواکې ادارې او دوه کلیدي معینیتونه د عبدالله عبدالله په سهم رسېدلي؛ خو دده په خوښه تر دې دمه هیڅ ټاکنه نه ده شوې
د عبدالله او غني تر منځ تازه جنجالونه داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق د لاسلیک په مرسته د سولې لپاره یو بې ساري فرصت رامنځته شوی او د جګړې پای ته رسېدو ته د افغانانو هیلې راټوکېدلې دي.

شریک یي کړئ!