برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دطالبانو ۱۰۰ تنه بنديان خوشې شول

آریانانیوز: دیورپورټ له مخی د ملي امنیت شورا وایي، د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۱۰۰ طالب بنديان یې د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کورونا ويروس د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې کړل
له يادې شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغان حکومت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو
خبرپاڼه زياتوي چې دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لوري بایومټریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي
د خبرپاڼې له مخې افغان دولت عین ډاډ د طالبانو له رهبرۍ په دوحه کې هم ترلاسه کړی دی
د ملي امنيت شورا وايي چې د بنديانو خوشې کول له بايومټريک او ثبت نه وروسته به معمول ډول ترسره کېږي.

شریک یي کړئ!