برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دطالبانو سره سوله اساسی شرط د بهرنیانو وتل دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت «یوناما» مشر تدامچي یاماماتو د بهرنیو هیوادونو دیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند عملي کېدل نوي فرصتونه ایجاد کړي دي.


نوموړي وویل چې د تېر اختر په لومړیو دریو ورځو کې ټولنیزي پاڼې په داسي انځورونو ډکي شوې چې د دواړو غاړو جنګیالي یو بل په غیږ کي نیسي. ځايي چارواکو طالبانو ته اجازه ورکړه چې د خپلو کورنو څخه لیدنه وکړي او همداسي طالبانو دولتي عسکرو ته اجازه ورکړه چې ددوی تر واک لاندي سیمو کې خپلو کورونو ته ولاړ شي.
د نوموړي په وینا که څه هم طالبانو د حکومت له لوري د اوربند د غځېدو وړاندیز ونه مانه، خو په وینا یې د طالبانو اساسي غوښتنه په افغانستان کې د بهرنیانو شتون ته د پای ټکی ایښودل دي، ځکه د حکومت سره مخامخ خبرو ته امادګي نه ښيي. خو زیاته یې کړه، د اوږدې جګړې د خاتمې لپاره باید د جګړې ټولې ښکیلې غاړي یو د بل سره کښيني، چې په هغو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ ناسته هم شامله وي.
یاماماتو وویل، مونږ د اوربند څخه دا نتیجه واخیسته چې طالبان او افغان حکومت دواړه پر خپلو ځواکونو قومانده او کنټرول لري، د طالبانو په شمول ټول افغانان سوله غواړي، او دا هم روښانه ده چې ولسمشر اشرف غني د سولې پر وړاندي زړور قدمونه اخلي.
د یادوني وړ ده چې تېره میاشت ولسمشر اشرف غني د روژې د ۲۷مې څخه بیا د اختر تر ۵مې نیټې پوري یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې وروسته طالبانو هم د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلان کړ او وې ویل چې دوی هغه افغان عسکر هم خوشي کوي چې خپلوان یې دوی ته تضمین ورکړي تر څو بیا د جګړې ډګر ته را ونه ګرځي.
حکومت او طالبانو له خپل اوربند څخه بهرني عناصر مستثنی کړه چې د حکومت له خوا داعش او د طالبانو له خوا امریکایان او بهرني ځواکونه وه. چې د کتونکو په نظر دواړو لوریو دا جوته کړه چې په افغانستان کې د جګړې اصل عنصر د بهرنیانو شتون دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي