برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دطالبانو سره د ۱۱۸۵ میله وسلو مرسته

آریانانیوز: د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کي د بیدان ، سردشت ، بایکان ، شب شده ګي ، غلام حسنااو کشکک د کلیو اوسیدونکو له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړی دی .


ویل کیږي چي د یادو کلیو اوسیدونکو د خپل قومي مشر حاجي عبدالرحمن چي له روسانو سره د جهاد په مهال د سیمي د مجاهدینو له مشهورو قومندانانو څخه وو په مشري ټول له طالبانو سره یو ځای شوي او له طالبانو سره يي هر راز همکاري اعلان کړي دي .
د طالبانو په خبر پاڼه کي راغلي چي د یادو کلیو اوسیدونکو ددعوت ارشاد ، جلب جذب کمیسیون په هڅو ورسره د ۱۰۰۰ میله کلاشینکوفونو ، ۱۰۰ میله پیکاوو ، ۸۰ راکټونو ، ۲ دهشکو او ۳ هوانونو مرسته کړي .
د طالبانو د ددعوت ارشاد اداري یوه لوړ رتبه هیئت د یادو کلیو له مشرانو سره لیدلي ، ددوي له ملاتړ څخه يي خوښي ښودلي او ددوي دا کار يي زیات ستایلي ده .
یاده سیمه تقریبا ۱۰۰ کلیومتره مساحت لري تقریبا ۱۵۰۰۰ کورونه پکي میشت دي له استراتیژک اهمیت څخه برخمنه ده ، د شب شده ګي ، بایکان او بیدانو کلیو په نیولو سره به طالبان و توانیږي چي د غور په مرکز د محاصري کړۍ جوړه کړي او په مرکز کي خپل پښي کلکي کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي