برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دطالبانو۵۰۰ بیدیان به خوشی کیږی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دحکومت د ملي امنیت شورا وايي، د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ به تر هغه وخته دوام لري، تر څو د خلاصو شویو زندانیانو شمېر ۱۵۰۰ ته ورسېږي. د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې حکومت د اشرف غني له فرمان سره سم ۳۶۱ طالب زندانیان د بګرام له زندانه خلاص کړي او له نورو زندانونو څخه به د خلاصون دا لړۍ تر هغه وخته دوام لري، چې د خلاصو شویو زندانیانو شمېره پنځلس سوه ته ورسېږي.
پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان چې د طالبانو او امریکا تر منځ ورباندې موافقه شوې وه، باید د تېرې میلادي میاشتې په لسمه نېټه خلاص او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای، خو حکومت په دې لاره کې یو شمېر داسې محدودیتونه وضع کړل، چې دا لړۍ ورسره وځنډېده او له امله یې بین الافغاني مذاکرات چېرې چې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د اوربند بحث هم کېده، یوې نامعلومې مودې ته ولاړل
د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه د طالبانو د بندیانو چارو له مسئولینو څخه یو تخنیکي پلاوی کابل ته راغی او د لته يې د قطر سفارت په کوربتوت یوه اوونۍ تېره کړه او په پرلپسې ډول یې د حکومت له استازو سره ناستې وکړې، خو تر یوې اوونۍ وروسته هم دې ناستو پایله ورنکړه او طالب مشرتابه خپل تخنیکي ټیم بیرته وروغوښت
طالبانو حکومت تورن کړ، چې د بندیانو په مسئله کې ځنډ او خنډ پېښوي او د «غیرمؤجه» دلایلو په ویلو سره غواړي دا پروسه وځنډوي
حکومت د طالب پلاوي له تګ وروسته د طالب زندانیانو تر نامه لاندې د بندیانو خلاصون ته پیل وکړ او تر دې دمه یې درې سل کسیزې ډلې زندانیان خلاص کړي او د طالبانو له لوري تېره ورځ شل تنه دولتي زندانیان خلاص شوي.
طالبانو ددوی د استازو په نشتون کې د زندانیانو د خلاصون دې لړۍ ته په کتو ویلي، چې خلاص شوي زندانیان دوی له امریکا سره د کړې موافقې برخه بللای نشي او د طالب پلاوي په نشتون کې ښایي «کابل اداره» د تېر په څېر جنایي بندیان د طالبانو په نامه خلاص کړي.

شریک یي کړئ!