برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دطالبانونورسل بندیان خوشی شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس حکومت له څرخي پله زندان څخه ۱۰۰ نور طالب بندیانو آزاد کړي دي
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې طالبانو کندز ولایت کې د افغان حکومت ۵۲ کسانو خوشې کړي وو، خو افغان حکومت بیا د طالبانو له لوري کندز ولایت کې د آزاد شویو کسانو شمېر ۴۶ یادوي
ت شوار دفتر ویاند جاوید فیصل تېره ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې طالبانو کندز ولایت ۴۶ زندانیان آزاد کړي، چې ۳۹ کسان پکې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي
ښاغلي فیصل د طالبانو دا کار وستایه، او د سولې بهیر کې له طالبانو د ډا ډول نور کړنو غوښتنه وکړه
افغان حکومت تر دې مخکې ۵۵۰ طالب بندیانو له خپلو زندانونو آزاد کړي، چې له دې نویو ۱۰۰ خوشې شوی سره د افغان حکومت له لوري د آزاد شویو طالبانو شمېر ۶۵۰ ته ورسېد
افغان حکومت وايي، تر بین الافغاني خبرو مخکې به ټولټال ۱۵۰۰ طالب بندیان آزاد کړي، تر څو د سولې بهیر کې خپل ښه نیت په ډاګه کړي
هاخوا طالبانو تر اوسه حکومت پورې تړلي ۱۱۲ کسان خوشې کړي، چې افغان حکومت یو شمېر دا کسان ملکي وګړي یادوي
په ورته وخت کې طالبانو د افغان حکومت تر ولکې لاندې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د خپلو زندانیانو د وضعیت په اړه خپله جدي اندېښنه څرګند کړې، او افغان حکومت یې ګواښ کړی، چې که یې بندیان زندانونو کې د کرونا ویروس له امله تلف شي، سخت غچ به ترې واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي